طنزیه څلوریږې-۱۸
محمود نظري
د میږي له بادرنګه بلها کرکه ده
د موږک د تور مرچه برالا کرکه ده
جاهل انسان له هرچا کرکه لري
خو له پوهه یې بې انتها کرکه ده
بلها ( ډیر)
***
دین چې په زور سو، بالا پریږده يي
جاهل چې مشر د کور سو، بالا پریږده يې
سجده د بل په خوښه امکان نه لري
چې جاهل دي پر اوږو سپور سو، بالا پریږده يي
***
وایي دا سازونه او اټنونه د مغز خواړه دي
په هغه ځای کي چي دا اور نه وي ساړه دي
موږ خوښي پرې ایښې دغم پسې رهي یو
بې دې سازو وطن قبرستان خلک مړه دي
***
Comments