طنزیه څلوریږې -۱۹
محمود نظري
ځینې بې عقلان لکه اومي شیدې چټ پټ خېدک سي
ځیني بیا ښو خلکو ته له ناپوهي پټ مردک سي
الماس له روښنايي نه له ښه تراشه ځلیږي، ښیښه نه
تر الماسه د ښیښې مقام اول کتار پټاپټ د مزدک سي
چټ پټ ( دستی) ، پټاپټ (ژر)، مردک(ګولی)،مزدک( جومات)
***
اوس وخت عالم په تاوان کي دی
نن بي علمه کله په زیان کې دی
ټوپکي هر کار په بې زړو کوای سي
بې زړه دلته د وجدان په زندان کې دی
***
هري ستونزې ته د اهلکارو مناقشه په کار ده
د کمیس هري غوټې ته هغسي غوړاشه په کار ده
هر شی په خدای سپارولو اوغرتو پرتو نه ردیږي
غیږ نیولو ته لاستک نه، ورته ټینکه پړغشه په کار ده
پړغشه( د پرتوګاښ ګنډه)
***
Comments