طنزیه څلوریږې -۲۰
محمود نظري
ظالم رژیمونه عرابي لري په یوه تیله تښتي
وګوره تاریخ ته هر یو څومره په عجله تښتي
هر ډوهل ته ته هغه ډول نڅاه مه کوه اصیل افغانه!
اخیر د ملت په یو پوپ د هر کنجه غڼي له جاله تښي
***
مغرور مچ ته چې کیشه ووایي هغه درته زنبور سي
خیالوري پیشي ته چې پیشته ووایې هغه درته بور سي
داسې وخت دی هیڅ کبرژن ځناور پر پزه مچ نه مني
اوچارجاهل ته چې کیشه ووایې هغه درته تربور سي
بور( پړانګ)، اوچار ـ کبرژن)
***
خلک پر مخ ځي موږ په پټو سترګو تر شا ځو
دنیا په راسته خوا موږ بیا په چپه خوا ځو
دنیا د سبا سوچ کوي موږ یو د پرون په سوچوکې
هغوی په ړونو سترګو په ژړا موږ په پټو په خندا ځو!
***
Comments