top of page
Search

لاس دي مات سه؛ مه نیسه له مرۍ مبارکه روژه!!!

طنز

محمود نظری


لاس دي مات سه؛ مه نیسه له مرۍ مبارکه روژه!!!


وگوره کټمېرونه،لکه چې راغلې ده بیا تبرکه روژه

په پسخانو کې پټ دي د هغو چې ده بیا ورکه روژه

د عملي نارې دې: گوره راغله بیا متبرکه روژه!!

په هر کور کې به وي د سپین ږیرو بیا غرتکه روژه

د ماشومانو به وي بې ناړکه بیا ډیره بیدرکه روژه

لاس دي مات سه، مه نیسه له مرۍ، مبارکه روژه

***

سبا به په کوڅو او سړکو بیا وي جنگونه

هر خواته به بدو، رد او د خلکو بیا وي ښکنځلونه

د کږو به پوره د کال د شخړو بیا وي آرمانونه

له هرې خوا به مړ سوم خدایه بیا وي د هو! ږغونه

دا به حال وي چې پوره سي دا خوارکه روژه

لاس دي مات سه، مه نیسه له مرۍ، مبارکه روژه

***

هر دله به په مړاوو سترگو د ترحم بیا وي انتظار

یو به د نسوارو بل به د سگریټي بیا وي خمار

یو به پر نس لاس نیولی،اکت به بیا کوي د بیمار

بل به په ژړا له پلاره تمثیل بیا کوی د خړیمار

هرشیک به وايي زه به څرنگه نیسم لا درکه روژه!

لاس دي مات سه، مه نیسه له مرۍ، مبارکه روژه

***

یو پوه به وایي کاشکې اوبه، ښوروا خو وای روا

بل پوه به وايي کاشکې میوه، دوا خو وای روا

یو عالم به وايي کاشکې د شپې تر سبا خو وای روا

بل به وايي کاشکې یوازې د ژمي شاوخوا خو وای روا

هر یو به غواړي د خپل خیال سره چورچورکه روژه

لاس دي مات سه، مه نیسه له مرۍ، مبارکه روژه

***

تجاران به د ثواب لپاره گران بیا کړي خپل مالونه

دوکاندارن به د اجر لپاره ډک بیا کړې خپل جیبونه

د غریب د شکولو به پیدا سي رنگ رنگ بیا خپل چمونه

په تراویح به بیا ایستل کیږي رنگارنگ بیا جلبل ټیغونه

هغه چې وږی دی د هغو به وې له لوږي زیرکه روژه

لاس دي مات سه، مه نیسه له مرۍ، مبارکه روژه

***

ټوله به مظاهره وکړې بیا د وطن قاضي قضات ته

بیرغونه په لاس منتظر به بیا وي فتوا او احتیات ته

کارمندان به وایي دا وطن اړتیا بیا لري ثبات ته

تجاران به وایي وطن اړ دی بیا قوي ستون فقرات ته

ټوله به ولاړ وې قبالې ته، چې و نه نیسی بېدرکه روژه

لاس دي مات سه، مه نیسه له مرۍ مبارکه روژه

***

زاړه به په زگیروي وایي بیا: موږ یې ټوله کنډوکپر!

ځوانان به په عجر بیا وایي: زموږ نس کوي غرپر!

ښځې به بیا وایي: څه خدای بښلي، د څه ته سه سپر

انجونی به بیا وایي: زموږ خرابیږي رنگ ،ژست او غرپر

قاضي به وایي: چا ویل په تاسو کله کیږي متبرکه روژه

لاس دي مات سه، مه نیسه له مرۍ، مبارکه روژه

***

ځوانان به وایي: موږ یو، لکه گلان تر و تازه

سپین ږیري به وایي: موږ یو ټوله خوار و خازه

کارمندان به غواړي په روژه کې د رشوت مجوزه

یا غواړي د کار د پرمختگ لپاره د بوزې اجازه

مفتې به وایي: ناجایزه ده نیول په کرکه روژه

لاس دي مات سه، مه نیسه له مرۍ، مبارکه روژه

***

قاضي به وايي؛ که روژه نه نیسئ، نه به کوئ پیشلمی

نه به راکښېنئ په نیمه شپه کې لکه مادر زومی

یو په تعجب ویل: هم روژه ونه نیسو هم نه کړو پشلمی

لکه چې د کاپر خیال دي را باندې کړی یا الم غمی

موږ لا تراوسه نه دی ورک کړی خپل د غیرت نیک نامی

چې هم پشلمی ونه کړو او هم ټوله ورځ سور سرکه کوژه

لاس دي مات سه، مه نیسه له مرۍ، مبارکه روژه

***

له خوبه راکښېنستم برعکس وه چوپه چوپتیا

په ښار کې نه گراني وه، نه جنگ وو؛ نه ریا

ټولو خلکو روژې نیولی وي په دعا وه ټوله دنیا

نه ځان او بل وژنه وه، نه رشوت وو، نه وه ناولتیا

نه اداره، نه قضا نه ښاروالي لرله کومه ډنگرکه پروژه

لاس دي مات سه، مه نیسه له مرۍ مبارکه روژه

***

اسلام وايي د یو بې گناه وژل دی لکه وژل د جهان

دنیا کې د مسلمانانو وژل دي لکه وژل د مچان

هغوی چې په سیاست د جنت ختاباسي ماشومان

دغه کافر به څنگه اخریت کې ختاباسي خازنان

دا د جنت قبالې ورکونکی ته به وي هلته نامبارکه پروژه

لاس دی مات سه، وینې مه تویوه، په دی مبارکه روژه

3 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page