ملا او سیاست -۱
محمود نظری
طنز
په سپینو کولنګي چرګانو بیله اذانه کله بل کولنګ کیږي
دهغو سم ټندول تل په نامعلومو خبرو دغورځنګ کیږي
د ملایانو په اند وطن به دوی ارام لکه قبرستان کړې
ځکه په مړو د مړو په نوم د انکرمنکر ریخنګ کیږي
کولنګ ( د کندولو اله) ، غورځنګ ( قیامت)،ټندول ( مړول)
***
ولي د انجونو په نه تعلیم ببر غژغوییان خوشحالوې؟
د هرملي ګټې په ورانولو ازلي دښمنان خوشحالوې؟
قیامت دی د دوږخ جنت پارچه لا توره سوې نه ده
ولي دلته د جهالت په لغره نڅا دوږخیان خوشحالوې؟
***
ستا له بویه هرېخواته ولي یو په دوو بل په څلورو تښتي؟
هر یو ستا د جهالت له پرانګه مخ د پاڼونو په لورو تښتي
کلتور خراب کوونکی ته هیڅ څوک د اتل په سترګه نه ګوري
څوک یی؟! له جهالته دي ولس ان شیطان ته په خپړو تښتي
پاڼ( ګړنګ)
***
په تاسو شیخانو کې اصل مسول معلوم نه دی
تاسو ته بېلی خېتي غرتو بل اصول معلوم نه دی
په کومه لاره چیري ځئ یوازی ګاونډ پوهیږي
تر اوسه زهرژن مواد ستا د کپسول معلوم نه دی !
***
شیخه ډیر بیخي ډیر بیخی ولي رښتیا وایې؟
چاغښت ته ډنګرتیا څلورلاښې ته چاغتیا وایي؟
پر مسلمان د ښځې او نارینه عدالت فرض دی
د ښځو عدالت غوښتنې ته ته ولي ناولتیا وايي؟
***
Comments