ملا او سیاست -۱۰
محمود نظري طنز
خدایه! د پردو مشر هزار بلبل، زموږ موسیقار بوم سو
دنیا ته د شرمندوک مشر له کبله مو پوخ اعتبار اوم سو
شکر زموږ ټول خېټور بزرګان په ارګ کې ارام للو دي
ځکه د تورمکناټن تور خرطوم ارګ کي زروار مالوم سو
موسیقار( ققنوس، یو مارغه چې موښکه کي دیرش سوری لری)
***
هر نظام د خپل ډر بادار پرسر تړي دغیرت دستار
پر ټټر د دښمن مډال ټومبي د عزت ، هر نا ګوار
بس کئ ټېټ سترګو نور دا تکراري بي شرمي
دخړینبو پر اوږه اچوي چپنه د نصرت، ناهموار
خړینبو( چټل سړی)
***
طالب جان د مخي پر ځای ډیر ښه تر شا ځغلي
ټول عالمان او پوهان د هغو له خواوشا ځغلي
لکه اهن ربا چې یو شان قطبونه نه جذبوي سره
وسپنه او نېکل جذبوي سره سپین یي تر شا ځغلي
***
عالیمانو! طالب کوڼ دی په لوډسپیکرکې ورته وایه
کتاب ورته خلاص کړه نه پيچلی په ټوکر کې ورته وایه
لږ یې له سره دواړو غوږو کي د الله اکبر اذان وکړه
ترخه د رسمیت سندره ګډه په شیرو شکر کې ورته وایه
***
افغانه! په دې زمانه کې له ډیر اعتقادي بې سواده تښته
همداسې د پردو د دم لاندې او ډیر شیادي با سواده تښته
ملایان شکر ټول رسیدلی،وده ګر، تعویزګر او دمګر دی
له ویانده یې نه، د ملا موچڼه پاک پوه د بد بویه باده تښته
Comments