ملا او سیاست - ۱۵
طنز- محمود نظري
غاټول چې وغوړیږي د میو د جام بوی ورکوي
انګور چې پاخه سي د میو خام بوی ورکوي
مشر خمار، قانون بیمار، ولس روزګار،واه !!!
چې طالبان بوی کړی د پردیو د غلام بوی ورکوي
***
امریکا د خپلو نه وژولو، ملایان د خپلو وژولو اتلان دي
ملایان دنیا ته د زاریو او افغان ته د برېت تاوولواتلان دي
متل دی وایي بیزو ته څه پته ده، د ادرک خوند څه دی
دنیا د ولس د پرمختګ او ملایان یې د شا تلولو اتلان دي
***
د ملت اړتیاوي د چړیانو له فیصلوسره اړخ نه لګوي
تودې غوښتنې له ملایانو یخچالو سره اړخ نه لګوي
د تقدیر څرخ به اخیر هر ملا په یو مسجد کې وغورځوي
ملا زرین میخ سو له جرګې او ټاکلو سره اړخ نه لګوي
***
ملاویل: چې شی پیدا کړئ دری واره وایاست دا د چا دی
خپله یی شی پیدا کړ وي کتل څوک يی ترخوا او شا دي
یو مقتدي یی ورته ورو ویل: تا د پیدا کیدو څه ونه ویل!
ملا ویل: ما په پاک زړه کې ان څلور واری وویل دا زما دی!
***
Comments