ملا او سیاست -۲
محمود نظری
طنز
انسان نه دی چې د خپلو تیرو بدو کړو عبرت وانخلي
افغان نه دی چې په خپلو باټو له خرو عزت وانخلي
په دنیا کی د لوږو او تږو بل ستان لکه دا ستان نسته
اخوند نه دی چې د ریا په بدل ځان ته امارت وانخلي
***
د المنکر له ډزو دي کاڼی د زبرجد جوړ کړ
له افغان ښځو دی حساب د ابجد جوړ کړ
کار دي دی ډیر درواغ ، ګناه پر بل اچول
زمان دي پر موږ مخکي خپل د جد جوړ کړ
جد (پيغمبر ، نیکه )
***
د اوښ د وخت نهی عن المنکر دي تر الوتکې تیز ځي
وبه لویږي که له ډیرو کندو په پټو سترګو په خیز ځي
لږ صبر! ولي لکه شیطان په هر بد کار کې زرزری یې؟!
دنیا یې په باټو فتح کړې، لکه ښانګور میږي په ستیز ځي
زرزری( تلواری)، ستیز(په جنګ)
***
شاباس المنکره د تور بادار په خوله، نه د بل چا کوه!
دعربو د انجونو ژوندی ښخول، ته دلته له سره بیا کوه
دې سپيره شپول ته کله شنه واښه او اوبه په کار دي
چاري حلالوه، ډنګربهر شړه، په خوله نه د باچا کوه
شپول ( د رمی ځای)، المنکر( نهی عن المنکر)
***
المنکره ! د مظلوم د روزی د تقدیر، ډوهل مه ماتوه
د ګاوند په موچڼې پاکي د بابا دخپلواکي خول مه ماتوه
سیاسي کارونه په کوچنیو لاسونو او خولو نه کیږي
په جهالت د پردو د ژبې په تبر د مور بول مه ماتوه
بول (ژبه)، المنکر( نهی عن المنکر)
***
Comments