top of page
Search

ملا او سیاست -۳

ملا او سیاست -۳


محمود نظری

طنز

دعالم خدای دین ددنیا تر ټولو د پیشرفت دین دی

له پيړیو مخکې تر اخیرته هم د عصریت دین دی

ریاکاران خپله د دین له برکته لوی میلیاردران سول

وایي اسلام د دنیا د دوږخ او د بقا د جنت دین دی

***

عجب ملک دی کله مړه کله ګونګیان حاکمان کیږي

کله د امیر کروړ د وخت ببر کله ربوټان مشران کیږي

یو پيری په کمره کې نه راځي بل شرمیږي له تلویزیونه

د دوی پرتله کله دعقل، پوهي او زمان په میزان کیږي

***

ملاجانه! که بې حجابه ښځه بې پوښه چاکلېټ دی

هغه چي بې پوښه دی هغه په دوړو پټ پلمېټ دی

پلمیټ زبېښل کیږي او چاکلېټ په خوند په غاښ

تا تل په داړو مات کړی وطني شینشوبي پلمېټ دی

داړه( د حیوان غاښ )

***

د انجونو مکتبونه ځکه طالبان نه خلاصوي

ځکه ټوله پوه انجوني هم طالبان نه خوښوي

له تعلیم سره یې تعصب لکه د ابوجهل دی

څوک په داړو کورک پوچ غوزان نه ماتوي

داړو( غاښونو)

***

ښه دولت هغه چې د ملت له نفقې بیخي دلګیر سي

خیرات ټولوي په حق ورکولو کې بیخي بې ضمیر سي

وایي روزي الله درکوي، ما يي کله درسره وعده کړي

له ډیرې بخیلي، اخیرمسلماني دولت بیخي شریر سي


***


2 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page