top of page
Search

ملا او سیاست -۵

ملا او سیاست -۵


محمود نظری

طنز

د زرو جلسو څه ګټه په ټپي غوښتنو عمل وکړه

تر جلسې مخکې د خپلو میکروبنو درمل وکړه

ډر زر واری له ورځي مري نر په عمر کې یو وار

تر ټولو مخکې اېلول خپل د پمنو ګورمل وکړه


ګورمل( غضب ناک)، اېلول( رام ول)

***

غوړماله! واسیلین مالي دي ان انسانیت وژني

چې ورته بیزو بازي کوې د هغه ان حیثیت وژني

تل د ښاغلو پیشوګانو د مالک پښوته میو میو وي

خپله د خپلې ژبې په چړې خپل شخصیت وژني

***

ځینې افغانان یوازي په سوټي مسلمانان دي

چې سوټي ورپسې وي ډیر ښه افغانان دي

ظالمان لکه حلال سوی چرګان خلپکې وهي

که سوټي نه وي ان له ورځي کفن کشان دي

خلپکې( دچرګ لتکي)

***

د زوړ غورازه موټر موټروان مو لچر سو

کله بې تیلو، کله کلچ مات، کله به قچرسو

خدای مو د داسو لچرانو ساته د دوی له لاسه

بی ډنډه پنجه موټر ولاړ د ګړنګ پرسر پنچر سو

قچر ( بی حیا)، لچر ( سپین سترګی)

***

المنکره! د هندو بوغره حجاب منې ولي یې ساړۍ نه منې

مصري جلباب حجاب منې ولي یې تار تار زری شړۍ نه منې

افغاني حجاب له پیړیو پيریو لوی تور شین ټکرۍ دی

پنجابی خو نه يې؟! چې افغاني کلتور له پیړیو پيړۍ نه منې

***


0 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page