ملا او سیاست -۶
محمود نظری
طنز
طالبه خلک ستا له اسلامیته نه، ستا له جهالته تښتي
ستا نه ستا د ایله ګردو له بد خصلت او اېلته تښتي
ته لکه انځرخورک انځر خوری ځان ناګاره اچوې
پوهان د ژوند په هر کار کې ستا له دخالته تښتي
اېلت( شرارت)
***
ساعت په اسلام کې جوړ په زور دعلم د چین سو
الجبر جوړ په دنیاوي علم، چې فرض د دین سو
اسلام وروسته پاته دی د نا پوهو ملایانو له لاسه
دوی ته دینوي علم افرین، دنیاوي علم نفرین سو
***
هغه چي د ظلم لا هم پلوي کوي د میدان خړ یې بوله
هغه چي لا په جاهل چکچکی کوي نادان متړ يي بوله
چې د کلچر په هره بڼکه ښکولو ټغ ټغ کوي نر دی
هغه چې هرمات ډهل ته اټن کوي وجدان مړ یي بوله
خړ(لوی بول )،متړ ( بی عقل)
***
ستا دنده ولس جنت ته استول نه، دلته ورته دوږخ جوړول دي
دی شنو چمنونو اوګلانو ته اوبه ورکول نه د هغو زمولول دي
تا که ان ذره ناپوهې، قطره جهل او خروار سرزوری نسته
ستا اصلی دنده د ټولو افغانانو سم ځورول نه، سم ډبول دی
زمولول ( مړاوی کول)
***
ملا ستا ولي ټول کړه نه اسلامي دي نه افغاني؟
ستا ولي ټول کړه دنیا او افغان ته دي فغاني؟
ځکه تا کوږمغزي ته د زمان کوم توپیر نسته
ته د خالپوڅو کارونه کوې په جوش کې د ځواني
فغانی (لامل نارو او چیغو)
***
Comments