top of page
Search

ملا او سیاست -۷

ملا او سیاست -۷


محمود نظري

طنز

له بې علمه چې تر ټولو عالمانو ځان لوړ بولي، تښته

له بې عاقله چې تر ټولو پوهانو ځان لوړ بولي، تښته

داسې کوږمغزو ګوپالاو ته غوږ نیول ډیره لوړه سزاده

چي د جهل په کوهي کې، ترطورغر ځان لوړبولي، تښته

کوهی( کنده)، ګوپالا( مفت خور)

***

ملا غرور به دي بیا لکه شیطان خانه خراب کړي

ستا دا د میږی تګ به دا د خم انګور شراب کړي

جاهل وسله والو ته ښېښه او الماس کله توپیر لري

ستا دا سیاست ته چي ګورم، سوله به سراب کړي

***

علما په علمي څېړونو د کرونا په واکسین اخته دي

په علمی پلټنه د انجونو د مبایل دوکتورین اخته دي

هرچیرې کار د مغز په کچه خوار ملت ته روان دی

مولیان په مریخ کې د ښځو د محرم په ناورین اخته دي

***

دا د هرې ورځي منډې، چې سهار ځئ مازیګر راځئ

بې ګټې لکه د پادې غويي سهار ځئ مازیګر راځئ

چې سم کوږ نسئ قانون موپه چیچوغاړه سپرېدای نسي

لکه د پنګوینو رمه نیغ نیغ کرار سهار ځئ مازیګر راځئ

***

طالبانو هغه وار هم بدیل نه لره بدیل يي ورته پیدا کړ

د هغو چلیپا کیدو دلیل نه لره هغه دلیل يي ورته پیدا کړ

نادان یې بوله چې بیا له کبره هغه ناچل پتنګ پورته کوي

پخوا یې ان تمویل نه لره اوس یې تمویل ورته پیدا کړ

تمویل(لګښت)

***


2 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page