ملا او سیاست -۹
محمود نظري
طنز
خاښې اور اخلي چي ټکر سي سره دوه بکر
وطن بربادیږي چي ټکر سي سره دوه لښکر
د جوشو اوبو له خروښه بخار په زغرده تښتي
ولس تښتي چې وي لښکر او مشرسره دوه فکر
بکر( اورټک ، چقماق)
***
ملی بیرغ څېرل د دښمن لویه پروژه ده
وطني پسونه ورته نیولې ګونګه روژه ده
چې یو وار دی مار پر ټټر تیر سو افغانه
بیا څه ګټه ستا له نا وخته روژه یوژه ده
ګونګه روژه ( پټه خوله ) ، روژه یوژه( ناری سوری)
***
کچکول کې چې ترنګ سي، ږغ سي: لالا ما په رسمیت وپېژنه!
څوک د پایڅو اویا پټو نیسی، وایی: کاکا ما په رسمیت وپېژنه!
په پټو کي ټول پیچلی ملنګ کچکول مخي ته ايښي پروت دی
هربار ډنګر چي تیریږی، وایی: اې ماما ما په رسمیت وپېژنه!
ډنګر( خر)
***
په قران کی ږیره ، لونګۍ او نقاب چیري دی
مسواک ، درواغ او د ښځو عذاب چیري دی
خدای مو پرې ایښئ د خوړین دود پسې ګرځئ
په مسجد کې ړانده ګرځئ چي محراب چیری دی
***
موږ له هرې سوړې چیچل کیږو ستا له کرامته
په ډول ډول لومو کې پیچل کیږو ستا له برکته
هیڅوک پر خپل خر سپورلکه ملا ملامت نه دی
د سیاست په دنیا کې ناچل کیږو ستا له جهالته
***
Comments