واه واه شیخه! - ۱
طنز- محمود نظری
غربیانو حیواناتو ته اچولي دي د زرو کېزې
موږ ته دلته شیخانو اچولي دي د لایزرو کېزې
موږ دلته لکه مرغان په قفسو کې آزاد یو
خوسترګو ته یې هم را اچولي دي دنظرو کېزې
لایزر( نه لیدونکی وړانګې)
***
پخوا د مهربان رشوت نوم ډالۍ وه اوس صدقه
پخوا ټولو تنخواګۍ لرله بل ډول ده اوس طریقه
پخوا اختلاص او غلا وه اوس غنیمت او الجه
پخوا ټول امتیاز د اهل وو دی محک اوس خرقه
الجه ( چور)، خرقه( دشیخانو چپنه)
***
شیخه هره فتوا دی باید وشاید د قران ضد وي؟!
وطني دود، کلتور، ملي ګټې باید د آسمان ضد وي؟
ډیر ښه مسلمانان د کافرانو په فتوا دوږخیان سوه
د هغه مفتي مه اورئ چي د تمدن او زمان ضد وي
***
زاړه سو خو یو هم هوښیار نه سو
ژوندي مړه سو، خو یو هم بیدار نه سو
حلال جنګونه، دې وطن کې تمام نه لري
کافر او ګبر لا شهید سو یو هم مردار نه سو
***
که دلته د دنیا دویم متفکر راسي یا اول متفکر
که دویم لمبر ړوند فکر راسي یا اول ړوند فکر
په اکثریت بی سواده تل شریر اقلیت حاکم کیږي
شیخ نه غواړی په ځنګله نظام کې تداول د روشنفکر
تداول ( رواج)
***
Comentarios