top of page
Search

واه واه شیخه! - ۱۱

واه واه شیخه! - ۱۱


طنز- محمود نظری


واه! هر قاتل او دغل ته په دغا موږ لوی مجاهد وایو

واه! غل او وطن پلور ته په دغا موږ لوی زاهد وایو

دا وطن تر قیامته په دې دغا نه آبادیږي تر هغه چې

مادرزومی او پيرې ته په دغا موږ لوی مجتهد وایو

مجتهد( دینی مشر) دغا( دوکه )

***

چي غلا، رشوت، غنیمت او چور کوي، هغه من فاسد دی

چې اهل نه وي، مقام هم نه پریږدي، هغه خرمن فاسد دی

هغه عقلمند چې پر خرو د آسونو پر ځای وزلوبه کوي

هغه واک چي داسې خلک ګماري، هغه مګا ټن فاسد دی

***

موږسورجهاد کړی د ارګ د څوکۍ لپاره

دخلکو په دریشي او نکتايي د ډرۍ لپاره

قانون، بیرغ، دولت او ډیموکراسي د بربادي

د اخیرت دیدار دغیلمانو اوحوری چکۍ لپاره

چکۍ(انجلۍ، حوره)

***

ته ولي په هر ښه دود کې تر بیخه ځېلي يې؟

ته ولي له ولس سره تر بیخه په خرلوډګلی یې؟

څه تا هم له اوومه آسمانه پخه راوړی ده ؟!

نه به لوېږې، الوتکه چلوي؛خو تر بیخه ټپالي یي

ټپالی ( خر کار)، ځېلي( سرټمبه)، خرلوډګلي( شور زوږ)

***

د شیخانو په بدو کړو مي له اسلامه، زړه تور سو

د کلام په غلته مانا مي د شیخ له نامه، زړه تور سو

داسې عالمان مي په ژوند لیدلي نه وه، توبه، توبه!

د ول ول لومو په لیدو مي د شیخ له دامه زړه تور سو

لومه ( د ویښتو جوړ سوی دام د چوغکو لپاره)

***

1 view

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comentarios


Los comentarios se han desactivado.
bottom of page