واه واه شیخه! - ۱۲
طنز- محمود نظری
واه شیخه ستا هر مخالف سور کافر سو!
یو مسلمان بل ته وایي هله دا سورکافر سو
موږنه پوهیږو کوم یو کافر دی کوم یو مسلمان
عجبه ده،مسلمان مسلمان ته سور کافر سو!
***
وایم طالب قاضي دی،ته شریعت له چا سره کوې؟
وایم ملا یې بغضي دی، شریعت له چا سره کوې؟
هر یو لکه سرمست آس په خپل سره منډه وهي
وایم چړی آغا رافضي دی، شریعت له چا سره کوي؟
رافضی( کفر ویونکی)
***
شیخه د تور د غلامي پرته خپله بله مدعا راوښیه!
موږته که ډوډۍ پیدا کولای نسې، دم دعا راوښیه!
زموږ سپین کالي او اوږدې ږیرې څه په درد خوړي
موږ ته د شیطان، پيري، ملا ، او کرونا رد بلا راوښیه
***
نادان جانه دین او کلتور مه سره ګډوه!
شخصي حریم او دستور مه سره ګډوه!!
که څه د تور او سپین توپیر درته ګران دی!
ان خزدکې او ممیز تور مه سره ګډوه !!
***
موږ واکمن کله د وطن هر اړین ممکن کار کولای سو
موږ ځواکمن کله د خپلو بارسوجنو اوښانو مهار کولای سو
لکه زموږ مشران باټکان به مو تر اوسه لیدلی نه وي ؟!
زموږ پمن کله د خپل تور بادار سره ان ګفتار کولای سو
بارسوجن ( مست)، توربادار( پنجابی)
***
Comments