واه واه شیخه! - ۱۳
طنز- محمود نظری
خلیفه صاحب که څه موږ ستا په رښتیا باوري یو
په هوټل ستا د پیغامبر د قومندې په امنا باوري یو
ستا د جهاد پیغامبر مالوم دی، له تورلینګي يې جار سم
د بل په زوی دبل په وژلو ستا د جهاد په خړپا باوري یو
***
هرحیوان مغز لري؛ نو انسان باید ذره عقل هم ولري
ښه ژوند ته تر ژویو؛ انسان باید ذره عقل هم ولري
اوس هغه بېعقلان چې ځانونه عقلان بولي خورا ډیرسوي
داسې بیعقلان عاقلان کاشکې یوه ذره عقل هم ولري
***
پوه خلک په آزادي، ناپوه په خبره د دین ختاوځي
کله د ولس تش نس په خبره د دعا امین ختاوځي
دهر چا کولپ مغز یوه نه یوه کېلۍ هرومرو لري
څوک پخپل تحسین څوک دبل په خبره د نفرین ختاوځي
***
بی نفسه انسان نسته، نسته په دې ټوله دنیا کي
ځکه هر انسان ډوب دی په مردار ډنډ د ګناه کي
په خبرو مه ختا وځه،ان که دامیر یې لاس بر سي
نیمکه په غولو کې نه مانجه کوي په ښکاره یا خفا کي
***
دا غوړمالان د بادار په غټې خولې غټي خبرې کوي
کله د غره، کله د اسمان، یا فیل زورمټي خبرې کوي
د داسی غوړو غوړمالانو دی خدای کلیسترول وچ کړي
هرې ذری ته د اسمان په ویلو بادبوټي خبرې کوي
زورمټي ( زوروری)، بادبوټي( لافی)
***
Comments