واه واه شیخه! - ۱۴
طنز- محمود نظری
موږ ته اتاترک غوندې یو مشر په کار دی
د جهل ورکولو ته یو حشر نشر په کار دی
یو وار مرګ د هری ورځي له مرګه ښه دی
د انسان په خپل لاس خپل خیروشر په کار دی
***
شیخ د وطن د ابادي د بوغی ستن ده
جهالت دجنایت یوه لویه بړستن ده
بي سوادي جهالت ته زمینه برابروي
علم د دین او دنیا تر منځ کلفي ستن ده
***
شیخه سبا تنفس کړه پرون له سږي وباسه
له دې بی خاونده وطنه کوټۍ د لوږي وباسه
ناپوه ،هیڅکله بې سواده ملت ازاد کیدای نسي
له وطنه پردی حرامیان سترګې وږي وباسه
کوټۍ( بیخ)
***
هره بې حیا ډله خپله د بري ورځ لمانځي
هر ډله خپله د نوکري او غلامي ورځ لمانځي
دا د هري ډلې اخیري پاټک د بې حیایي دی
ړنا ورځ نه، د وطن تکه تیاره ورځ لمانځي
***
درواغ ځکه وایي پخواني درواغ یې هیر وي
درواغ هغه وایي چي مردار یی ضمیر وي
د وطن پوه خلک ازمایلی خلک بیا نه ازمایي
دشیخانو د خبرو لکه خوب هر کله چپه تعبیر وي
***
Comments