واه واه شیخه! - ۱۵
طنز- محمود نظری
د وطن تاریخ غمجن دی جغرافیه ژړا کوي
خپل اولادونه یې د خپل مور سره جفا کوي
د جنایت ریښه پوره ټوله په جهالت کې ده
افسوزساده بچیان یی له مور سره زنا کوي
***
چې وطن زندان سي امنیت څه په درد خوري
د شیخ له ویرې سجده او سنت څه په درد خوري
دا وطن کله پر مخ ځي،چې یوازی ریورس ګیر لري
دلته موږکې کار دپردی په ګټه ښه په درد خوري
ریورس( شا ته تګ)
***
لوی قاتل دلته اخیر لوی رهبرسي
تل تر تله خاین دلته لوی مشر سي
دلته د قصابانو قبرونه قصرونه ګوره
بی سر ولس ته چالاک مفسد سر سي
***
چې شیخان ټوله یوه خوله نسي
یا چې ولس ورته په یوه خوله نسي
دا وطن به په دنیا کې خوله په خوله وي
دا وطن به وطن بیله یوه خوله نسي
***
المنکره ریا مه کوه، نیم مه ، خپله ټوله سنتي سه
دا ذری موټراو الوتکه پریږده د اوښ بندوبستي سه
پلو پریږده، خرما خوره، مسواک، ګدړۍ مهیا کړه
مشریکه الله دي پري ایښئ، مبارک دي بشر پرستي سه!
***
コメント