واه واه شیخه! - ۱۶
طنز- محمود نظری
شیخ ښه وایي : زه په خپل زور راغلی یم
زه په نغده کله د امریکا په پور راغلی یم
زما د لاسه تر امریکا ستړی ستومانه عزرایل و ؟!
زه د قومونو وچو لښتو ته لمبه د اور راغلی یم
***
افغانه خپله سم لاس په کار سه، الله ته چکړې مه کوه!
په تدبیر تقدیر بدل کړه امریکا ته چرګ نارې مه کوه!
شیخ چي وږی وویني ورته د پل صراط کیسه پیل کړی
وچه ډوډۍ خپله پیدا کړه خړ طالب ته الکارې مه کوه!
الکارې( ناری سورې او چغی)، چکړې( د زرکی ناری)
***
طالبه! په دین سر مه ورکوه، په دین سم سر خلاص کړه
ولسه! جاهل ته نه، زیرک سیاسوال ته د ارګ ور خلاص کړه
اعتبار نا شکنه کاسه ده که ماته سوه ذرې ذرې کیږي
وطن ته د ابادي لپاره پیدا تر جاهل ښه اهل کار اشخاص کړه
***
موږ د خطر ، مړینې، ډار، ګږ او ویښتو په لیدو توبه باسو
موږ شیخان د مخ لوڅو او ږیرو کوسوپه لیدو توبه باسو
نه پوهیږو چې ولي شیخ د ناداني په لور د دین ریښه باسي
موږ په خپله ناداني نه، دلته د دانا سړو په لیدو توبه باسو
ګږ ( ګڼه ږیره)،کوسه ( خدایی بی ږیري سړی)
***
موږ ته ملي هویت درې رنګه بیرغ دی، تاته څه دی؟!
موږ ته ارزښت هر ملي عمل رغ دی، تا ته څه دی؟!
ښې خبرې ډیري کوې، عمل دی خورا بد دی دا ولي؟
موږ ته د ولس تش سرد دښن شغرغ دی، تاته ښه دی!
شغرغ ( شریر)، رغ( ښکاره)
***
Comments