top of page
Search

واه واه شیخه! - ۲

واه واه شیخه! - ۲


طنز- محمود نظری


شیخه اسلام مه بدنامه وه، ووایه : واک او پیسه غواړم!

د اسلام په تلکه ځواک او څلور میرمني نفیسه غواړم!

هم دجنت کېلۍ راسره دي هم د دې دنیا د ژوند خوند اخلم

زه ولس ته سوټه کراسي د المنکر په تنګسه غواړم

***

ړوندعقل کله هم حقیقت نه ویني

خردوړن کله هم خپل ذلت نه ویني

خپل عقل هر چا ته هم کلا ده هم بلا

پوچ غوز د اوبو پرسر حقارت نه ویني

***

هره بلاربونه وچ سترګي ده، خو د کانګرو له عالمه ماسیوا

دعقلمندو کړه وړه ازادګي ده، خو د بیعقلو له عالمه ماسیوا

غلام ان ملی سوچ کولای نسي تل د بادار په ګټې سوچ کوي

د سیکانو د وړیو تجارت دی ،خو د شیخو له عالمه ماسیوا

(کانګروګان د یوځای والی لپاره لکه غیږ بازان په پسته مځکه کی تر یو ځایوالی پوری له غیږ نیول مستي کوي )

***

منتظر یو د چا پر اوږو به له بره بیا مشر ټر راسي

کټ مت لکه ورسته کېله بل د اوبو پر ټټر راسي

بی هغه، افغانان هر ډرته له اخلاصه لاسونه کړپوي

له بویه یې بهر ته دانا، تیز لکه بی بریکه موټر راسي

مور( وطن)،ټړ( چټیاټ ویونکی)

***

یوازې صداقت وطن پر مخ نه بیایي

یوازې علمیت وطن پر مخ نه بیایي

که یو له دوو څخه غیرحاضر وي بیا هم

بیله باټو بل شی وطن ژر پر مخ نه بیایي

***

1 view

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page