واه واه شیخه! - ۲۲
طنز- محمود نظری
ملایانو طالبان افراطي او پساتي روزلي دي
یوه فرقه یی بلې فرقې ته خارښتي روزلي دي
دښمن یو وهابي، بل سلفي، بل حنفي کړی دی
تر (بیردي) دی نه پریږدي ټوله یی احساساتي روزلي دي
خدای بیردی ( نوم دی )
***
په ظاهره دیندارمو په حقیقت کې پساتي وي
د شیخ په سوچ عدالت یوازي زورزیاتي وي
خپل شیطاني کړه ټول قراني بولي او آسماني
خپل اپلاتی حکومت تل پاتی بولی،خپله جنتي وي
***
بهرني دښمن ته اړتیا نسته، موږ په خپلو کي سره خورو
په دواویا فرقو یی ویښلی یو، موږ په خپلو کي سره وژنو
د حلال انسان په وژولو زموږ دیني چاړه لا تیره کیږي
شراب حرام دی،حلال موږ په خپلو کي وینه سره څښو
***
غلط شریعت مسلمان ته د کافرانو ښه وسله نه ده ، ده؟!
پوهانو ته یې پیدا کړې د تنباکو ښه ایماله نه ده، ده ؟!
که ښور وخورې د اسلام په چاړه دي حلال مرداروي
دا د زري زرکې نیول د ږیرې په پسته لومه نه ده ، ده؟
***
ملګري میلتونه هر شی په ثبوت وایي
ساده بوله د هر عمل رد بې ثبوت وایي
دا دی دنیا ته لا وزن کم وي او سپکوي
دا ستا نیغ درواغ ویلو ته دنیا ثبوت وایي
***
Comments