واه واه شیخه!- ۲۳
طنز- محمود نظری
جنت څومره ګران سو د خلکو په وژلو تر لاسه کیږي
د مکتب، پل،روغتون، بند په نړولو تر لاسه کیږي
موږ چې د وراني کلنګان نه لرو څه وکړو پاکه ربه!
شیطانانو ته په مخبري او مریی کیدولو تر لاسه کیږي
***
خدایه افغان دي ولي د دنیا محتاج کړ؟
ولی دی توران زموږ د واکمنو سرتاج کړ؟
داسې هر دم شهید به بل په دې دنیا کي وي؟
بل څوک نه وو چی دجاهل پر ککر دی تاج کړ
***
پوه تل ځان ناپوه او ناپوه تل ځان دانا بولي
دا طالبان ځان تر ټولو اسلامي جهان بالا بولي
د دین شیخانو غر، اسمان خبرو ته غوږ سه
خپل پټ مړپړ امیر، امیر د ټولی عالیشان دنیا بولي
***
موږ د زړه په سترګو وینوچې اصلي امیر بل دی
هر وزیر چې ګورو دهغه تر شا اصلي وزیر بل دی
ګاونډ اوس ټول ولس، طالبان ان دنیا ختاایستلې ده
مخامخ موږ ته مشر یو پشلا زموږ اصلي کبیر بل دی
***
ورځ د پښتونستان نه مني،چې د تور مرییان نه دي؛ نو څه دي؟
بیرغ درې رنګه د افغان نه مني، دا مو دښمنان نه دي؛ نوڅه دي؟
جاهل د اسلام په نامه توره ایستلې خلک له اسلامه ډاروي
ټول کړه یې شیطاني دي دا مرییان د تورجان نه دي؛ نوڅه دي؟
تور ( پاکستان)
***
Comments