واه واه شیخه! - ۲۵
طنز- محمود نظري
زموږ اصلي دوست : بې سوادي، فقر او بیکاري ده!
د مشرانو ډیر ښه روان د اسلام په نوم ریاکاري ده!
د تیرو پسې نه تلل د نن اوسبا غم خوړل سیاست دی
شریعت دهر بد کاره شیخ ته د نه مسولیت پیچکاري ده
***
دې وطن ته راغلې د ښندی اسلام چړچه ده
ملاګوټی ولاړ په لاس کې یې د انتقام توپنچه ده
شیخ په حکومتداري نه پوهیږي، وايي ولس جنتي کوي
دې پسونوته د کچه شپون په لاس د قیام خمچه ده
قیام ـ( پاڅون)، ښندي( افراطی)، خمچه( لښته)
***
شیخ، پوه پند ورکونکی، خپل بنیادي دښمن بولي
نیوکه کوونکی بیا خپل د بي سوادي دښمن بولي
شیخه! ته اوخدای لږ په سیاست سر خلاص کړه!
شیخ ان عصري علم د خپل خپلسري دښمن بولي
***
د ظالم هغه وخت زوال پیل سي، چې د لاسه يي ژړا سي
عدالت کله کیږي چې د ولس په لاسونو شرنګا د چوړا سي
هغه ولس نه آبادیږي چې ولس یې ګونګ او واکمن یې کوڼ وي
په هغه لوړا تیری کیږي چي دشیخ په خندنی خبرو ویت په ژړا سي
چوړا ( بنګړی) ، لوړا ( کم عقل)
***
شیخه! د اسلام له کړیه ځان نه، ټول کهکشان وګوره!
تیر سوي مهال ته نه، وده د نن او راتلونکی زمان وګوره!
قران د عالم خدای کلام دی نه یوازی پرون، نن او سبا ته
د اسلامي علم له کړیه خپل جاهلان نه، ټوله جهان وګوره!
کړۍ (حلقه)
***
Commentaires