top of page
Search

واه واه شیخه!- ۲۶

واه واه شیخه!- ۲۶


طنز- محمود نظری


آیا ته مچ بسیا کولای سې چې ګل تر مردارۍ سم دی

یا جاهل بسیا کولای سې چې عالم تر ګوسرۍ سم دی

له هغه ځان ساته چي باور لري یوازی هغه جنت ته ځي

یاشیخ بسیا کولای سی چې دنیا کې عمل تر ډغرۍ سم دی

ګوسرۍ ( بی حیا)،ډغرۍ( سرجنګی)، بسیا( قانع)‌‌

***

کاشکې ولس ته د واکمن ازموئنه، د مردارۍ تر مخي کېدای

د ناکامه او مشروط به یی ورکیده، له بادارۍ تر مخي کېدای

هر ټنبه راسي دغرمې توپ ولې بیرته د بادار په لکۍ تښتي

کاشکي د شریر دولت د مداري چمونو خودارۍ تر مخي کېدای

***

ساده سم رښتیا ویني، په درواغو باور کوي

لوده د هر جاهل دعقبا په شنو باغو باور کوي

وايي: علم د ناپوهې د سیلاب مخه نیولای سي!

شیخه! ولس کله ستا د نهار پوه په ټېغو باور کوي

نهار ( لوږه)

***

انسان ته یو وار ویل بس دي، حیوان ته سل واري

طالب په تمدن نه پوهیږي که ورته ووایي سل واري

شیخه! د دومره تکراري خبرو یو وړ عمل ښه دی

ولي خپل غیرت،عزت اوننګ په ښځو تړی سل واري؟

***

وزه او پسه خویه خلک تل تر تله غلامان وي

د خولې یی ډوډۍ واخله درته ویت خندان وي

د حق خبره یې له ویرې خوله کی سلګۍ سي

د هر زورور او ټوپکي ډوهل ته اتڼچیان وي

***


2 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page