واه واه شیخه! - ۲۷
طنز- محمود نظري
شیخه! خر په یوه خوا بار تر مزله کله رسیږي
تیری په دې دنیا کي ستا تر ازله کله چلیږي
ځوریدلی انسان بل انسان ځوروي، نه سالم
د مستانو په بنډار کي د ریا غزله کله چلیږي
***
امیره ته که له مړینې تښتې، مړینه کله تښتي
نر غوندي میدان ته راووځه، نارینه کله تښتي
آیا په غار کي د عزرایل له دوربینه پټیږې؟!
غیرتمن پوه افغان له خپله مات دښمنه کله تښتي
***
که غواړې یو ملت ورک کړې تار د ښونځۍ وشلوه
که غواړې وطن وران کړې تار د پوهنځۍ وشلوه
دا تلواري وخت لکه د سیند اوبه بهیږي نه دریږي
که افغان یې له توره سره تار د غلامي د زنځۍ وشلوه
زنځۍ( زنځیر)
***
واه شیخه دا ستا بې قانوني څه ښه خوند کوي!
موږ ته هیڅ کار نسته ټوله بد کړه اخوند کوي
ښه امنیت دی، ځان پټاو کیږي په امریکا کې هم
بیغمه یو ، د بهرسیاسي دریوري مو تور خاوند کوي
***
هر یو نر غوندې نارې وهو چې ظلم دی، په پټه
زموږ ټول اسلام تړلی دی د ښځو په دوه پټه
موږ بسلمانان نه وو اوس شکر سم بسلمانان سو
ولس جنتي کوو! په اوریدو، د سادګانو خوله ده پټه
دوه پټه ( پوړنی)
Comments