واه واه شیخه! - ۲۸
طنز- محمود نظري
دنیا کې بد هیوادونه یوازي دنیا جوړوي
زموږ هغې شکر هم عقبا هم دنیا جوړوي
څوک چې جنګ نه کوي لویه ډبره اخلي
شیخ له عقبا وروسته زموږ دنیا جوړوي!
***
د ړانده په لاس د کفر ټاپه ده
د لیوني په لاس د تنافر چاړه ده
ښه خوند کوي هوا د داسې وطن!
چې د کاڼه په لاس د کروفر ډنډه ده
تنافر( کرکه)، کروفر( غرور)
***
د قران پوهه د هر چا د ساینسي پوهې په کچه وي
غلط روایت منل په اساس د کم عقلي او وچ په مچه وي
پوهان په لوړو سوچونو او نادان په ککریو خبرې کوي
په لاس د پوهو د اسلام د ګلو غونچه د شیخ توپنچه وي
وچ په مچه (چټي پټي)
***
د شیخ دنیا خړه ده رنګه کېدنه یي سخته ده
د هغه سلطه هر وخت د هغه له ښه بخته ده
شیخ ته په زمان او وخت کې هیڅ توپير نسته
د هغه هره فتوا زر کاله پخوا زموږله وخته ده
***
ځان په خوب اچولی، کله په واویلا راويښیږي
شیخ بد نه مني؛ نووطن کله په رضا صلا سمیږي
د طالبانو ټول سوچ یوازې د امیر په ککرۍ کي دی
د هغه په زنګ وهلو خبرو کله د دنیا دیلاسا کیږي
***
Comentários