واه واه شیخه! - ۲۹
طنز- محمود نظري
د شیخ مغز د ماشوم دی، په هر شي سوچ کولای نسي
د مډرنې او پرمخ تللي دنیا سره چوچ کولای نسي
بدلون د شیخ ډیر ګران دی د هغو دنیا توره سپینه ده
د ترخو اوبو کب خوږو اوبو ته کله هم کوچ کولای نسي
کوچ( کډه کول)، چوچ(عادت)
***
شیخه! بسلماني پراخوه؛ مګر ملي هویت مه تنګوه!
جهالت ښه پراخ وه؛ مګر بیرغ، قانون عزت مه تنګوه
زه پوهیږم د پاک د پنځمې صوبې په جوړیدو بوخت یې
نس پراخوه؛ مګر خلک د عصر په دهریت مه تنګوه
دهریت( الحاد، کفر)
***
شیخان ځانله د پردي توري بیزو په دیلاسا اخته دي
دلته د ټولو ډر ناپوهو او خرو په سلا پخلا اخته دي
جاهل د وطن په آبادي څه پوهیږي، سر خلاص کړه!
د ولس په غم کله هم نه، د ډالرو په رضا صلا اخته دي
***
له ظالېمه آزادي کله په ژبه د بوټ پاکیدو اخیستل کیږي!
د مردارو پښو د یوې یوې ګوټې په مچیدو اخیستل کیږي!
نن په توره هم آزادي نه اخیستل کیږي، عصر د دورن دی
په جنګونو نه،دبدو د اقتصاد د غشي په کږیدو اخیستل کیږي
دورن( بی پیلوټه الوتکه )
***
له نیکه مرغه د وحشیانو رهبر هم وحشي وي
همداسې د بدماش کار هر وخت بدماشي وي
هیڅ شی تغیر نه کوي،چې ترڅو ورته ببرنسې!
بربادي ده بربادي، که واکمن ګوپالا خشي تشي وي
خشی تشی ( بیکاره)، ګوپالا( تیار خور)
***
Comments