واه واه شیخه! - ۳
طنز- محمود نظری
دغله په نظر هر سیاسي تر ده لا غل دی
د قاتل په نظر قتل دهر سیاسي شغل دی
د افغان په نظر هر خاین جنتي مرتبه لري
د شیخ په نظر د هر سیاسي کار ټغل دی
ټغل( دوکه کول )، شغل ( مصروفیت )
***
ښه فتوا دین له عصریت سره خوله په خوله کوي
نه چې عصریت له طاعت سره بادګوله او ایماله کوي
فتوا مبایل، لب ټاپ ، او الوتکه مسلمانوي، نه چپه
ستانه له عصریت سره هر کله حلاله، نه رذاله کوي
طاعت( دین)،ستانه ( پیر، روحانی) ، باد ګوله ( د نس درد)
رذاله (حرام)
***
پوه نسوم تاسو شیخان یاست یا لوچګان
د حجرو جره طالبان یاست یا یاست حاکمان
که حاکمان یاست باید ملي ارزښتونه ومنئ
که مازې خېټي ارزښتونه منئ یاست طالبان
***
شیخه ترخه دي دوستان دی، خواږه دي دښمنان
هغه چې دی مخ ته صفتونه کوی دي شیطانان
تر خوږو تریخ شي ښه دی اوس دهر چا جوړتیا ته
د ډیرو خوږو خورونکو ژر ابد ځای سي تاریخستان
***
پخوا پوه، دانا خبرې کولې، ادنا ورته غوږ نیوئ
بیا جاهل خبرې کولې په زور دانا ورته غوږ نیوئ
اول د پرمختګ او دویم د شاتګ نښه وه، وروسته
د بودله د غاښو له ډره دانا په لاسو ورته غوږ نیوئ
***
Comments