واه واه شیخه! - ۳۱
طنز- محمود نظری
موږ ته شیخ وایي پټه چپه خوله ښه عبادت دی
د دولت په بد کار نیوکه کول ناخوښه غیبت دی
خپله اخته دی لکه مار ملي جشنونه ژوندي تیروي
د پردي تور غلام په خپلو خلکو کي دلته هیبت دی
بربت( کبر ، غرور)، هیبت( دبدبه)
***
شیخه ولي پرما غلته فتوا توره چیلۍ کوې؟
اسلام، د دنیا خلکو ته لکه توره بګولۍ کوې
ناپوه ته واک ورکول هم د پوه مشر ناپوهې ده
ناپوه د ناپوه لارښود ته عدالت نه توره ډالۍ کوې
بګولۍ( بلا)، چیلۍ ( جامه) ، توره( تور رنګ ، وسله)
***
زه د پیازو له ټوټه ټوټه کولو ژاړم؛ مګر انسان نه
زه یوازې پاک-عربي جاهل مسلمان یم ؛ مګر افغان نه
وایي: تر ټولو خطرناکه لږه پوهه او زیات باوري ده
شیخه! کړه مو د زمان کفري دي؛ مګر د مسلمان نه
***
نیکمرغه هغه ولس چې واکمنان یې پلندر او ټرن وي
دعقل په غاښ پوره فاسد، مغز یې مکدر او پرن وي
هغوی لکه د سکرو پلورنکي تل وي تور لاس او پزه
په خبرو کې نوشادر،په عمل کي غدر او ښرن وي
ښرن ( ښوره مځکه)، پرن ( درواغجن ) ، ټرن ( درواغجن )
***
نن د وطن ښه آبادي ،عصري علم ته اړتیا لري
بوده ګان او پسونه بیا کله علم ته اړتیا لري!
د تیرو کړو په یادیدو پر چټلي خپل لمن مه اچوه
شیخه! د وطن بربادي هم عصري علم ته اړتیا لري!
***
Comments