top of page
Search

واه واه شیخه! - ۳۲

واه واه شیخه ! - ۳۲


طنز- محمود نظري


دنیا پر مخي، شیخان تر شا ځغلي

دنیا پورته ، دوی کښته خوا ځغلي

شیخه زر کاله د نن له تمدنه لیري یې!

شیخ پر مځکه، دنیاوال په هوا ځغلي

***

ته د ښځو ضد، ولس د ښځو د بې کاري ضد دی

ته د همه شمولي ، ولس د ملا شمولي ضد دی

شیخه! تخت په دوړو نه ساتل کیږي، حکمت غواړي

ته د ښه اسلام ، ولس دغچ او کړو باګولي ضد دی

باګولی(پیریاني)، دوړه( درواغ)

***

درنه آزادي دعقل ډنګر کله په پوچ سر وړای سي

کله يې هم بې سواده په لنډ اوبوچ فکر حسوای سي

طالبه تا څه وکړه بیله خندا ورکولو له غمجن ملته

تر کله به دا اله بوله لکه قوچ په سر جنګوای سي؟!!

اله بوله (لیون غري)

***

د خره په غاړه د دوکتورا له ځړولو څه ګټه

مردارسرکوزي ته له حلال پسه ویلو څه ګټه

شیخانو د ولس د آزادي نل په وېښتو بندکړی

بحث د هر نادان جاهل سره له کولو څه ګټه

***

که باچاهي کوې نر غوندې راووځه میدان ته

که صادق یې نو ځان وسپاره پاک سبحان ته

په دومره ډار شنې نه چیچل کیږي، ډارنه!

حجاب په کار نه دی لکه عورته امیر د افغان ته

شنی ( میوه ده کلکی دانی دی )

***




1 view

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page