top of page
Search

واه واه شیخه! - ۴

واه واه شیخه! - ۴


طنز- محمود نظری


که د وطن حورې لوڅ مخ سي طالب ور پسې عقبا ته کله ځي

که حورې مکتبي سي کور د خوار طالب نا زیبا ته کله ځي

ملایانو دا د دنیاوي حوروښکلې مخونه په نقاب کی پټ کړه

ځکه بیله د طالب له قربانیودا د ریا موټربه په غړمبا کله ځي

***

خوار ایمان له زړه منډه کړه، په ږیره ومښتئ

خوار افغان له ښاره منډه کړه په میره ومښتئ

طالبه خدای یوازې په ټوله دنیا کې ته هدایت کړې؟!

شیخ دلته له پاکۍ منډه کړه په مردارۍ او خيره ومښتئ

میره ( دښته)

***

ستا بې دریوره د غورازه موټر عرابه په باټو څرخي

ستا ټوله ادارې سیاست او نظم بې قانونه په چټیاټو څرخي

په چکله کي ټول سپاره له یو بل سره اخته په کج غیږ دي

اداري څرخ ولاړ دی کله د ملا په علم صفر کیلوواټو څرخي

باټو ( لافو)، کج غیږ( هغه غیز چی وهل هم په کښې سته )

***

شیخه ته لامل سوې، چې ټوله دنیا پر اسلام بد ووایي

ان له ستا سره ناسته او در سره په کلام بد ووایي

نظافت جز د ایمان دی له هر افغانه غژ ګاو مه جوړوئ

وطن کې اوس هر افغان د ملا په ټولو اقلام بد وایي

اقلام (ډولونه)

***

اختر له دنیا په خوشحالي، له موږه په ژړا او قات تیر سو

رعیت له لوږې مړه، حاکم هر یو په تراټ تر میقات تیر سو

د حاکم به شعار ، باټ ، ژمنه، او قسم هر وخت ختاوځه!

په کوم عدالت ،امتیازاو خپلسر هر یو رمی جمرات هیر سو

قات(لوږه ) ، رمی جمرات( په ډبرو شیطانان وښتل)، میقات( حج ته د احرام تړولو ځای)

1 view

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page