واه واه شیخه! - ۵
طنز- محمود نظری
دا زموږ د شیخانو تګ ورو تر کیشپ دی
ولي يي د خلکو له سترګو پټ لیډرشپ دی؟
شیطان دومره اسلام نه دی بدنامه کړی لکه دوی
په هر روښانه شي یې کال لکه ړندو شپ شپ دی
شپ شپ( انی بانې )
***
شیخه د سبا د پټو شیانو په وعدو مو مه ساده کوه
د بوستان ،حورو او د میو په ويالو مو مه بوله کوه
موږ له لوږې مړه سو، سپوره غواړو،نه می د سبا
په دې غوړو خبرو مو د کولمو تیزاب مه باوله کوه
سپوره( ډوډۍ)، بوله( ساده )، باوله( احمق) ***
موږ زمریان یو، بیله د خلکو څیرل څه نه کوو
طالبان یو بیله ځان جاهل ښودل څه نه کوو
افغانان یو، یو بیرغ لرو ځي،ځي، بیا راځي
سیاستمداریان یو، بیله د غره پټ رانغاړل څه نه کوو
رانغاړل( په خوله منډل)
***
شیخانو ته قتلونه روا لکه ګوته څټل د ښوروا دي
کلتور او دود له منځه وړل لکه ډوډۍ څټل د حلوا دي
ساز، خوشحالي ، اتڼ، ساتیري او نوروز ګناه بولي
وایی په دې کړو د کوثر د اوبو ټول ګوټل زما دي!!!!
ګوټل ( غړپ کول)
***
یعقوبه له غلام او حیوان پوښتنه مه کوه!
رسمیت پیژندولو ته له بسلمان پوښتنه مه کوه!
له وږي ببرسر، بی ګردې،خور ګروماشوم وپوښته
د بی کالو باچا له ببرو وزیرانو پوښتنه مه کوه!
بی کالو باچا( چا باچا ته دوکه ورکړه، چی داسې کالی درته جوړو، چي خاین هغه نه وینی ، هغه لوڅ لغړ ګرځیدی او وزیرانو ویل واه واه څه ښه کالی دی د دی لپاره چی خاین ونه ګڼل سی.)
***
Comments