top of page
Search

واه واه شیخه! - ۶

واه واه شیخه! - ۶


طنز- محمود نظری


نبي دنیا له تیارې ړنا ته راویسته

اسلام تکه توره شپه ړنا ته راویسته

ټولو ځلکو په خوشحالی ژوند کوئ

ناببره جاهلانو خپل جهل ړنا ته راویسته

***

اورېدونکي ته خبره، کوڼ ته په کار سوټی دی

که کالی په مښلو نه پاکیږي ورته په کار تپاڼی دی

ریا په خر نادان چلیږي شیخه! ، په دانا کله چلیږي

ګوره تر پخوا دی بریا په ریا کې مازې یوموټی دی!

تپاڼي( هغه لرګی چی خیرنی جامې په وهل کیږی)

****

شیخه ته ولي له عالم سره کرکه ډیره دیرینه لرې؟

ولی د ژبې پرځای هر کله لکه پر اس سپورکمچینه لرې؟

نه خپله په کتاب په تورو پوهېداي سې نه د بل اورې

اسلام دعلم دین دی ته ولې له علم سره ډیره کینه لرې؟

***

شیخه تا تر اوسه د جهل په ټاپه ډیرپوهان تکفیر کړه

تا فارابي،همداني او سهرودي غوندې عالمان تکفیر کړه

یو عالم نه پریږدې دلته علم شین کړي خپل جهل شین وې

تا ابن عربي،رازي او افغاني غوندې دیني استادان تکفیر کړه

***

په دې څو زړو کتابو دعالم خدای په کتاب پوهیدای نسې

د قران په پوهې بیله عصري علم سیراب کیدای نسې

که څه هر اعتقادي په پټو سترګو ځان ښه مسلمان بولي

په کایناتو کې له عصری علم پرته دیني سراب لیدای نسې

***

1 view

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Comments


Commenting has been turned off.
bottom of page