واه واه شیخه! - ۷
طنز- محمود نظری
دنیا اخته ده دعلم په کولنګ پټ دیوال د کاینات ماتوي
زموږ ناپوه عالمان د جهل په بلدوزردعلم محسنات ماتوي
ویریږي، که انجونو علم زده کړ، بیا به ټولنه عصري سي
بیا به ټولنه دعلم په کوتک د جهل بت د سومنات ماتوي
***
د رب شان او واک په ټول کایناتو کې لایتناهي دی
بنده ورسره برابرول دا نول و ډول د جاهلي دی
شیخه د خدای سره برابر د بنده شان مه یادوه!
له خدای سره دبل شی پرتله کول دود د ګمراهي دی
نول وډول (طریقه)
***
اسلام کي عیب نسته، ټول عیبونه په مسلمان کي دي
چي خیټي روایتونه مني د هغو په وجدان کي دي
پخوا یهودو د اسلام بدنامه ولو ته روایتونه جوړول
اوس هغه تر قران ډیر په خوله د شیخ مستان کي دي
***
دهر ډول ظلم پرضد مبارزه هم جهاد دی
د ژبې په توره د قلم په نیزه هم جهاد دی
څوک چي باچاهي مسولیت نه امتیاز بولي
د هغه په ببره ږیره پڅ تیغ تیرول هم جهاد دی
***
شیطان په کبر او دماغ له جنته وشړل سو
ادم په تیریدل د سورڅراغ له جنته وشړل سو
شیخه چي ته همدا کوې هم هغه، ډیره تمه مه لره
فردوس کیلۍ په لاس په ناغ له جنته وشړل سو
ناغ ( کبر)، دماغ (کبر او غرور)
***
Comments