top of page
Search

واه واه شیخه! - ۸

واه واه شیخه! - ۸


طنز- محمود نظری


شیخه مرحبا ! د دنیا هر رښتیا خبر په دوړو رد وې

ټول د بل په زور نیولی ګروي نظام په ډرو دوړو خورې

دنیا او ولس څنګه ومني چې ته دوړن لا مسلمان یې؟

هرڅه له ولس لکه خپل تورزړه په سپينو دوړو پټوې ؟

دوړه ( درواغ)

***

ځان دي لکه ښځه پټ کړی وایې: له اتوم بمه نه ویریږم!

ټول چم اوخم یې، د وجدان له خوږه وايې: له المه نه دریږم!

که دي مخ ښکاره کول نا محرم ته ګناه ده خیر یو وار!!!

په غونډو کی خلکو ته شا کړې بیا وایې: په رسم نه پوهیږم!

الم ( درد)

***

ښه دا ولي شیخه دا خلک درته نوکران ایسي؟

ولي د وطن خور مور درته ټوله کنیزان ایسي؟

په کبر دی د شیطان سر تر شا ښه ګرولی دی

خپل شیخ درته تر پیغمبرانولا ښه ځوان ایسي

کنیز( منځه، غلام)

***

هغه احمق دی چې په یو شی دوه واري ختا وځي

هر افغان د اسلام به نوم پېنځه واري ختا وځي

له کم عقل سره په یوه لاره تلل خورا لوی عذاب دی

عجبه! هوښياران مو دخره په دړتا اوه واري ختا وځي

ډرتا ( پرله پسې کوږ اچول)

***

طالبه زه دا دنیا غواړم، ته هغه دنیا راسموې

ځان ته دغه بده،موږته هغه ښه دنیا راسموې

لکه چې ته خپله هم په هغه دنیا باوري نه یې!

ځان ته حوري د دې دنیا ،موږته د عقبا رسموې

***

2 views

Recent Posts

See All

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ -۱۱ محمود نظري ژوند لکه د جنګ یو میدان  دی هلته د انسان د کړو امتحان دی د زړو او بدو سوچو لیري تښته تل خر ښه تر...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۱۰ محمود نظري که پوه له جاهل سره نه ځي په خچل یې کشا کشا بیايي که خر پر نابلده ځای او پل نه ځي په خچل یې تر شا...

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹

طنزیه څلوریږې- جاهل کراسۍ-۹ محمود نظري دا وطن تر هغه نه جوړیږي چي یو جاهل پاته وي په دې وطن کې کوم جاهل په نوم د عاقل پاته وي تر څو نر او...

Комментарии


Комментарии отключены.
bottom of page