واه واه شیخه! - ۹
طنز- محمود نظری
موږ باتوران د خپلو لوڼو په تعلیم له دنیا امتیاز غواړو
موږ بیا کله په دنیا کی له ځانه بل جاهل غټباز غواړو
شیخه شاباس ښهلوی فخر د مور خور په تجارت کوه؟!
وايې ښځه او نر مساوي نه بولو وطن تاندوښیراز غواړو
***
دا د ښونځیو چپراسی پوره بې ایمان او بې وجدان دی
دلته د بد مرغیو لامل په مشرانو کې د عصری علم فقدان دی
بل شیخه د تور ګوډګر له سحره راووځه، خپله سودا کوه!
د تورتم پر ځای دې توري طویلي ته په کار شمعدان دی
تور( پاکستاني)
***
وطن کې د بدو کړو په غندولو نور راته شمه پاته نسوه
د ډرو عقلمندو مو د ښو کړو،نوره راته تمه پاته نسوه
طالب ناپوه دی په غوټه یې سر نه خلاصیږي زور وهي
له ډيره پوکی یې په دې هدیره کې یوه شمعه پاته نسوه
***
قانون نه لرو نر غوندي بوس بادو پسې ځغلو
ښه سترګور یو نر غوندې د ټپ ړندو پسې ځغلو
ټولو لکه هوښیاری زرکې سر تر واورې لاندې کړی
شپانه نه لرو نر غوندي د خډل سپو پسې ځغلو
بوس بادو ( دوړن)
***
راسه طالبه له خپل ځان سره پخلا سه!
راسه د خپلو ولس خاندان سره پخلا سه!
له تورلینګي څخه لیري او یو خوا سه
بیا راسه له ټول جهان سره پخلا سه!
***
Commenti