کوچنی اختر مو مبارک سه
ډیر ډیر مو مبارک د روژې بختور کوچنی اختر سه
عبادتونه مو قبول، په علیین کې په پاکلمني راجستر سه
خدای دی درپېښ کړي یو بیلیارد اویا میلیونه خیرونه
مبارک مو د یرغل د ختم دا د مدارې سکنی منترجنتر سه
خدای دی سپينه کوتره راولي له اسمانه دې وطن ته
برقي جارو ټول وطنپلور، غل او ژانی له باختر سه
اوس بې خطره ژوند په وطن کي کله یو گړی کیږي
په افغانانو باندې، د اوخی او پیرانی سترگې پلستر سه
د ټولو افغانانود مړو دی الله جنت فردوس نصیب کړي
تور ماره! د غار مخي ته دی ډیر ویلنی سوزبرتر سه
ربه! وطن له خراسانیانو،سقاویانو، طالبانو وساته
پیشو! د سپنی کوترې بلاګردان لکه سپلنی خاکستر سه
خدایه! وطن له کرونا ، بېحیا، پاپيانواو کوتریانو وساته
د اختر په برکت ورک زموږ له چمنه سیاسي ژاولنی ارکيستر سه
محمود نظری
Comentarios